د چين د بهرنيو چارو وزارت: له ترهګرۍ سره په مبارزه کې بايد له دوو ګونو معيارونو څخه ډډه وشي
CRI2021-09-10 17:28:29
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په لسمه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د سپتمبر د يوولسمې نېټې د پېښې د شلمې کليزې په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې بايد له دوو ګونو معيارونو څخه ډډه وشي. د شخصي سياسي ګټو په پار د ترهګرو تشخيص په حقيقت کې د ترهګرۍ د سر پرېښودلو په مانا ده او دغه کړنې د ترهګرۍ ضد نړيوالې همکارۍ زيانمنوي.

جاو لي جيان وويل، چې د افغانستان جګړه چې د امريکا له خوا راپارول شوې وه، خو په دغه هېواد کې يې د ترهګرۍ ګواښ له منځه نه دی وړی، بلکې په دغه هېواد کې د کورنيو او بهرنيو ترهګرو شمېر نور هم زيات شوی دی. امريکا د افغانستان مسئلې جوړوونکې ده او بايد درس ورڅخه واخلي. امريکا مسئوليت لري، چې د اقتصاد، د خلکو د ژوند او بشريت په برخو کې له افغانانو سره مرستې وکړي.