د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د غلو دانو د ضايع کېدو د مخنيوي نړيوالې غونډې ته پيغام ولېږه.
نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې د غلو دانو خونديتوب د انسانانو د امنيت بنسټ دی. د خواړو د ضايع کېدو مخنيوي د غلو دانو د امنيت ساتنې مهمه لاره ده. کرونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې په خورېدو ده او د غلو دانو خونديتوب هم له ستونزو سره مخ دی، نو بېلابېل هېوادونه بايد اړوند تدبيرونه ونيسي، او په ټولې نړۍ کې د غلو دانو د ضايع کېدو مخنيوی دې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې چين تېر کال د شلو هېوادونو ګروپ په ۱۵مه سرمشريزه غونډه کې وړانديز کړی و، چې د غلو دانو د ضايع کېدو د مخنيوي نړيواله غونډه به تر سره کړي.