چين: د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ ميکانيزم جوړ شوی
CRI2021-09-10 09:45:57
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په اومه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په اتمه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ تر سره شوه او د ايران، تاجکستان او ازبکستان د بهرنيو چارو وزيرانو او د ترکمنستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير پکې ګډون درلود.

د دغې غونډې د ګډونوالو په اند، امريکا او ملګري هېوادونه يې د افغانستان مسئلې جنجال رامنځته کوونکي دي او دوی مسئوليت لري، چې د اقتصاد، د خلکو د ژوند او بشريت په برخو کې افغانانو ته مرستې برابرې کړي او د افغانستان د خپلواکۍ او حاکميت د درناوي پر بنسټ د ثبات او آرامتيا د ساتلو په برخه کې له دغه هېواد سره مرستې وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه غونډه د افغانستان د حالاتو د بدلون پر وړاندې د دغه هېواد د ګاونډيو هېوادونو لومړۍ هڅه ده او د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ ميکانيزم د جوړېدو نښه بلل کيږي.