شي جين پينګ: برېکس هېوادونه په نړيواله صحنه کې مهم ځواک ګرځېدلی
cri2021-09-10 10:57:50
شريکول:

د برېکس هېوادونو د مشرانو ۱۳مه غونډه د سپتمبر په ۹مه نېټه په انلاين ډول ترسره شوه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د جنوبي افريقا ولسمشر سيريل رامفوسا، د برازيل ولسمشر جير بولسونرو، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين پکې ګډون کړی و، د هند لومړي وزير ناريندرا مودي د دې غونډې مشري کوله. 

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې وويل، چې سږ کال د برېکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له ۱۵مې کاليزې سره برابر دی. د بريکس ۵ هېوادونو په تېرو ۱۵ کلونو کې خپلمنځي ستراتيژيکې همغږۍ او سياسي اعتماد پياوړی کړی، يو د بل ټولنيز نظام او د پرمختګ لار ته يې درناوی کړی، د ګډو ګټو پر بنسټ يې عملي همکارۍ کړي او اوږه په اوږه يې د پرمختګ په برخه کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. نوموړي زياته کړه ، دغو ۵ هېوادونو پر عدالت ټينګار کړی، له څواړخيزم يې ملاتړ او په نړيوالو ادارو کې يې مثبت ګډون کړی چې اوس په نړيواله صحنه کې مهم ځواک ګرځېدلی دی. واقعيتونو دا تائيد کړې چې که زموږ پر وړاندې هر څومره ستونزې او ننګونې موجودې وي، نو په ګډو کوښښونو کولای شو چې ټولې ستونزې ليرې کړو او د ګډ پرمختګ پر لوري روان شو. (هيله)