چين به له پرمختيايي هېوادونو سره د کوويډ-۱۹ ضد ۱۰۰ ميليونه دوزه واکسين مرسته وکړي
cri2021-09-10 11:01:48
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۹ مې نېټې په شپه په انلاين ډول د بريکس هېوادونو په ۱۳ مه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې چين تر اوسه له ۱۰۰ زياتو هېوادونو او سازمانونو ته د کوويډ-۱۹ ضد څه باندې يو ميليارډ دوزه واکسين برابر کړی او په راتلونکې کال کې به نړۍ ته د کوويډ-۱۹ ضد دوه ميليارډه دوزه واکسين برابر کړي. هغه زياته کړه، چې چين د کرونا ضد واکسين د تطبيق نړيوال پلان(کوواکس) ته ۱۰۰ ميلينه امريکايي ډالره ورکړي او له پرمختيايي هېوادونو سره به د کوويډ-۱۹ ضد ۱۰۰ ميليونه دوزه واکسين مرسته وکړي.

(مينه)