شي جين پينګ د چين او آسيان ۱۸م نندارتون او د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
cri2021-09-10 11:42:01
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د چين او آسيان ۱۸م نندارتون او د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې د چين او آسيان تر منځ د ډيالوګ اړيکو د ټينګېدو له ۳۰ کلونو راهيسې، د دواړو خواوو تر منځ هر اړخيزې همکارۍ ګام په ګام ژورې شوي او يو د بل سوداګريز ملګري جوړ شوي دي. د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې، دواړو خواوو د دې وبا د مخنيوي په مبارزه کې ګډې هڅې کړي او د وخت ستونزې يې لېرې کړې دي.

نوموړي وويل، چې هغه د پروسږ کال په نومبر کې د چين او آسيان د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه ۴ وړانديزونه وړاندې کړي او اوس په اړوندو برخو کې د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ روانې دي. چين غواړي له آسيان سره ستراتيژيک متقابل اعتماد پياوړی کړي، د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه ژوره او سوداګريزې همکارۍ پياوړې کړي او د سيمې سمسورتیا او پرمختګ وساتي. (شکريه)