د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د سپتمبر د نهمې نيټې د بريکس هېوادونو د مشرانو په ديارلسمه ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې چين د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکاريو لپاره د دغو هېوادونو د صنايعو انټرنټي او ډيجيټلي پرمختیایي فورم، له اقليمي بدلون سره د يادو هېوادونو د لوړې کچې غونډه، د دغو هېوادونو د دواملرونکي پرمختګ د( لويې ډيټا) فورم، د بريکس هېوادونو د حکومتوالۍ سمينار، د کلتوري تبادلې فورم ، د پنځو بريکس هېوادونو د خبري رسنيو انلاين کورسونه او ښوونيزه ټولنه جوړه کړي او اړوند مسلکي سيالي به تر سره کړي.(غاټول)