شي جين پينګ بريکس هېوادونو ته پنځه وړاندېزونه وکړل
cri2021-09-10 11:12:55
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۹ مې نېټې په شپه په انلاين ډول د بريکس هېوادونو په ۱۳ مه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ وويل، چې بريکس هېوادونه بايد په اوسني حالت کې يو له بل سره همکارۍ وکړي او خپلمنځي همکارۍ دې نورې هم پياوړې کړي.

نوموړي په دې اړه پنځه وړانديزونه وکړل:

لومړی، بريکس هېوادونه دې خپلمنځي همکارۍ، په ځانګړې توګه روغتيايي همکارۍ پياوړې کړي.

دوهم، بريکس هېوادونه دې د کوويډ-۱۹ ضد واکسين د عادلانه ويش تګلاره تعقيب کړي او نړيوالې همکارۍ دې پياوړې کړي.

دريېم، بريکس هېوادونه دې يو له بل سره اقتصادي همکارۍ وکړي.

څلورم، بريکس هېوادونه دې د امنيت لپاره ژورې همکارۍ وکړي.

پنځم، بريکس هېوادونه دې کلتوري تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.

(مينه)