شي جين پينګ: بريکس هېوادونه بايد خپلې دندې پر غاړه واخلي
cri2021-09-10 10:20:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۹مه نېټه په انلاين ډول د بريکس هېوادونو د مشرانو په ۱۳مه غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي وويل، چې په داسې حال کې کرونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې په خورېدو ده، د نړيوال اقتصاد د احيا پر وړاندې ډېرې ننګونې شتون لري او نړيوال نظام د پيچلي بدلون په حال کې دی. بريکس هېوادونه بايد د دغو ننګونو ضد د مبارزې لپاره په ګډه داسې کوښښونه وکړي، چې له مخې يې څواړخيزم تطبيق او د کرونا وبا ضد په نړيواله مبارزه کې همکارۍ پياوړې کړي، پرانيستې تګلارې او نوښتي پرمختګ دې وهڅوي، ګډه ابادي دې پرمخبوزي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره دې فعال خدمتونه وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه کړي. (هيله)