د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په نهمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې چين د امريکا او جرمني په کوربتوب د افغانستان مسئلې په اړه ويډيوييغونډه کې برخه وا نخيسته.
د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزير بلينکن او د جرمني د بهرنيو چارو وزير په ګډه د افغانستان مسئلې په اړه د وزيرانو په کچه د ويډيويي غونډې مشري وکړه ،چې ۲۲ هېوادونو پکې ګډون درلود. دوی له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې بهرنيانو او افغانانو ته د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړي او بنسټيزو بشري حقونو ته درناوی وکړي او ويې ويل چې دوی به په اقتصادي، ديپلوماتيکو او سياسي لارو چارو به د افغانانو ساتنه وکړي.
جاو لي جيان زياته کړه چې په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان مسئلې په هکله څو اړخيزې غونډې ډېرې جوړيږي او وړانديزونه هم ډېر شوي دي. خو اړوند هېوادونه بايد خپل منځي همغږي داسې پياوړې کړي چې د افغانستان پر وضعيت مثبته اغيزه وکړي.(غاټول)