په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال: هيله ده چې افغانستان له خپلو مشخصاتو سره سم په پرمختیايي لوري روان شي
cri2021-09-10 14:17:29
شريکول:

امنيت شورا د سپتمبر په نهمه نېټه د افغانستان مسئلې په هکله يوه علنۍ غونډه تر سره کړه. په م .م کې د چين د دايمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ په دغه غونډه کې وويل چې ننني افغانستان د تاريخ په څلور لارې کې واقع دی، چين هيله لري چې افغانستان د خپل راتلونکي انتخاب په خپله کړياو له خپلو مشخصاتو سره سم په پرمختیايي لوري روان شي.

نوموړي زياته کړه چې طالبانو د سرپرست حکومت کابينه اعلان کړې چې دا د دولتي نظام او د بيا رغونې لپاره مهم ګام دی. هيله ده چې افغان طالبان له تاريخ څخه درس او عبرت واخلي او خپلې کړې ژمنې پوره کړي. د دې ترڅنګ دوی بايد ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي، نرمې او ثابتې تګلارې دې غوره کړي، د ښځو او ماشومانو حقونه دې وساتي، له ترهګرو سره مبارزه دې وکړي او له بېلا بېلو هېوادونو په تيره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره دې دوستانه اړيکې ټينګې کړي.(غاټول)