د چين د بهرنيو چارو وزارت: د افغانستان ګاونډي هېوادونه نه غواړي، چې په دغه هېواد کې بيا ګډوډي رامنځته شي
CRI2021-09-10 17:32:52
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په لسمه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دغه هېواد کې د ګډوډۍ بيا رامنځته کېدل نه غواړي او د دغه هېواد سولې او پرمختګ ته تمه لري.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له لومړۍ ويډيويي غونډې وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او د نړيوالې ټولنې پاملرنه يې راجلب کړې ده. جاو لي جيان وويل، چې دغه اعلاميه د نوموړې غونډې مهمه لاسته راوړنه ده او د شپږو برخوالو هېواونو ګډې نظريې او هيلې پکې انعکاس شوي او نړيوالې ټولنې ته يې مثبت، قوي او څرګند پيغام ورکړی دی. په دغې اعلاميې کې مهم او مرکزي ټکی دا دی چې د افغانستان مسئله په نظامي لارو چارو نه شي حل کيدای.