د اويغوريانو تش په نوم ځانګړې محکمې کې د ګواهۍ اوريدو بهير به خامخا ناکاميږي
cri2021-09-10 11:44:00
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په نهمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د اويغوريانو تش په نوم په ځانګړې محکمې کې د ګواهۍ اوريدو بهير به خامخا ناکاميږي، ځکه دغه محکمه غير قانوني او له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې ده.

 د خبر له مخې ياده محکمه چې د تش په نوم د اويغوريانو د نړیوال کانګريس او د ځينو بريټانوي قانوني وکيلانو له خوا جوړه شوې،غواړي په نژدې راتلونکې کې په دې محکمې کې د ګواهۍ اورېدو بهير بيا پيل کړي.

وياند جاو لي جيان پر دې ټينګار وکړ چې دغې محکمې د روان کال په جون کې د ګواهۍ اورېدو بهير تر سره کړ او څو ځلې يې داسې کارونه تر سره کړي چې دا له  حقيقت سره نه لري. نوموړي وويل چې دغه محکمه غير قانوني ده، نو په نژدې راتلونکې کې به د دې محکمې د ګواهۍ اوريدو بل بهيرهم خامخا ناکاميږي. د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکه سيمه به هرو مرو لا زيات پرمختګ ومومي او په نړيوالې ټولنې کې به عادلانه اوازونه زیات پورته شي.(غاټول)