ايران په عراق کې ترهګر په نښه کړي
cri2021-09-10 11:49:08
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ د سپتمبر په ۹ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه هيواد د هوايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د روانې مياشتې په ۸ مه نېټه د عراق په شمال کې د ترهګرو پر يوه هدف بريد کړی دی. 

په دغه اعلاميه کې راغلي چې د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ ځواکونو د ترهګرو هغه هدف په نښه کړی چې د دغه هېواد ملي امنيت ته يې ګواښ جوړ کړی و او په دغه بريد کې يې شاوخوا لسګونه تنه وژلي دي. د معالوماتو له مخې، ګڼ شمير ترهګريزې ډلې په دې وروستيو کې د ايران په سرحدي سيمه کې ترهګريز فعاليتونه تر سره کوي او ايران يې د ځان لپاره ګواښ بولي.

(مينه)