په نان نينګ کې د جنوبي او جنوب ختيځې اسيا د سياسي ګوندونو ډيالوګ تر سره شو
cri2021-09-10 11:18:26
شريکول:

د ګوندي همکارۍ د تقويې او د اقتصاد د ګډ پرمختګ په عنوان د جنوب ختيځې اسيا او جنوبي اسيا له سياسي ګوندونو سره د چين د کمونېست ګوند ډيالوګ د سپتمبر په ۹مه نېټه په نان نينګ کې تر سره شو، په دغه غونډه کې د جنوب ختيځې اسيا او جنوبي اسيا د ۴۰ سياسي ګوندونو د مشرانو، د ځوانانو مدني ټولنو استازو او حکومتي استازو په ګډون څه باندې ۳۰۰ شخصيتونو انلاين ګډون کړی و.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې مشر سونګ تاو په دې غونډه کې د دغه هېواد د کمونېست ګوند له ۱۸م ملي ولسي کانګرس راهيسې د دولت رئيس شي جين پينګ په استازيتوب د چين لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه معرفي کړل او و يي ويل، د چين کمونېست ګوند به د دې ډيالوګ په فرصت د سيمې له ګوندونو سره د تګ راتګ د پياوړتيا، د سيمه ييز اقتصاد د هڅونې، د بېوزلۍ د کموالي، د کرونا وبا د مخنيوي، د ځوانانو تر منځ د نظر تبادلې د پراختيا او سيمه ييزو اوسېدونکو ته د ګټې رسولو په برخو کې نوي خدمتونه برابر کړي. (شکريه)