شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره ټليفوني خبرې وکړې
cri2021-09-10 15:39:59
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۰مې نېټې په سهار د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره ټليفوني خبرې وکړې او د خپلمنځي اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په باب يې د نظريو ژورې او پراخې تبادلې وکړې.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې وويل، چې په تېره يوه موده کې، د چين په اړه د امريکا ډيپلوماتيکه تګلاره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د سبوتاژ سبب ګرځېدلې او دا د دواړو هېوادونو او نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون نه لري. چين د نړۍ تر ټولو لوی پرمختيايي او امريکا تر ټولو لوی پرمختللی هېواد دی، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې د ګردي نړۍ له راتلونکې او برخليک پورې اړه لري. د چين او امريکا همکارۍ به ټولې نړۍ ته ګټې او مقاومت به يې ټولې نړۍ ته زيانونه ورسوي.

نوموړي وويل، اوسنۍ نړۍ له زياتو ستونزو سره مخ ده، چين او امريکا دې ګډ راتلونکي ته پام وکړي او د دواړو خواوو تر منځ اړيکې دې عادي او ثابتې لارې ته ورسوي، څو د دواړو هېوادونو او د نړۍ خلکو ته لا زياتې ګټې ورسول شي.

جو بايډن وويل، نړۍ د چټک بدلون په حال کې ده، د امريکا او چين تر منځ اړيکې د نړۍ تر نورو مهمې ذات البيني اړيکې دي او د نړۍ پر ايندې ستره اغيزه لري. په سيالۍ او شخړو کې د دواړو هېوادونه ډوبېدل د منلو نه دي. (شکريه)