د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تل له چينايانو څخه غوښتنه وکړې چې ښوونکو ته دې درناوي وکړي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د ښووني مسلک بايد په ټوله ټولنه کې د درناوي او خوښۍ وړ وګړځي.
په چين کې د ښوونکو د ۳۷ مې لمانځ ورځې په رارسېدو سره د چين ميډيا ګروپ يو ويډيويي پروګرم خپور کړ چې په کښې د چین د کمونیست ګوند عمومي منشي او ښوونکو تر منځ په زړه پورې تصویرونه او منظرې ليدل کېږي.