پر ځايي وخت د سپتمبر پر لسمه، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتريس په یوه خبري ناسته کې د نړیوالي ترهګرۍ په اړه د چين ميډيا ګروپ خبریال پوښتنې ته ځواب ورکړی. خبریال وپوښتل چې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې ترهګريز برید او له ترهګرو سره د جګړې ۲۰ کاله تېر شوي، خو امنیت شورا لاهم په مکرر ډول د ترهګرۍ ګواښ ته اشاره کوي. ایا ګوټريس فکر کوي نړۍ خوندي ده؟ ګوټريس وویل چې اوس د غبرګون قوي میکانیزم ته اړتیا ده، او بېلا بېل هېوادونه باید د ترهګرۍ له ګواښ سره د مقابلې لپاره سره متحد شي.