د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۰ مې نېټې په شپه د جرمني له لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل سره ټليفوني خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ وويل، د تېر کال راهيسې، موږ يو له بل سره نږدې او مؤثرې تبادلې ساتلی. دا د چين او جرمني تر منځ د اړيکو او د چين او اورپا تر منځ د اړيکو لپاره مهم رول لوبولي او تر څنګ يې د چين او جرمني تر منځ د د لوړي کچې متقابل باور ښکارندویي کوي. د دې ډېره ستاينه کوم چې اغلي لومړۍ وزيري له چين سره د جرمني او اورپا د همکارۍ او تبادلې په برخه کي ډېره هڅه کړې ده.
انګيلا ميرکل د افغانستان وضيعت په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او و يې ويل چې غواړي له چين سره يو ځای د م م په چوکاټ کې تبادلې او همغږې پياوړې کړي.
رئيس شي جين پينګ زياته کړه چې چين د بېلا بېلو تمدنونو د ګډ شتون او متقابلي زده کړې غوښتنه کوي او تل يې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې مخالفت کړی او کوي يې. چين غواړي د جرمنې په شمول له نړيوالې ټولنې سره يو ځای په افغانستان کې د ريښتنې سولې او ثبات لپاره هڅه وکړي.
(مينه)