چین هیله لري چې افغان طالبان به د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول له ترهګريزو ډلو سره اړيکې پرې کړي
cri2021-09-11 14:23:47
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لی جیان د سپتمبر په لسمه نېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل، چین هیله لري چې افغان طالبان په بشپړ ډول د  ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول له  ترهګريزو ډلو سره خپلي اړيکې پرې کړي او په افغانستان کې به د ترهګرو د ځپلو لپاره مؤثر تدابیر ونيسي، ترڅو دغه هېواد د ترهګريزو ځواکونو د پټنځای، پناه ځای او سرچینه نه شي. په دوحه کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهيل شاهين د روانې مياشتې په نهمه نېټه په یوه مرکه کې وویل چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ ډیر غړي له افغانستانه وتلي دي، او د پاتې غړو لپاره دا ناممکنه ده چې په راتلونکي کې په افغانستان کې هرچیرې پاتې شي. افغان طالبان اجازه نه ورکوي چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څیر ترهګريزې ډلي په افغانستان د روزنې ډګرونه، د بسپنو راټولولو ادارې او د سرتېرو ګمارنې ځايونه ولري. جاو لی جیان وویل چې چین څو ځله افغان طالبانو ته د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ مسئلې په اړه خپله جدي اندیښنه څرګنده کړې ده. افغان طالبان دې ته ډېر اهمیت ورکوي او په جدي توګه دې مهمي مئسلې ته ژمن دي.