د "پیړۍ پوښتنې" ته کلیدي ځواب د امريکا په کړنو پورې اړه لري
cri2021-09-11 14:25:45
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د سپتمبر د لسمې نیټې په سهار د امريکا له ولسمشر جو بایډن سره تلیفوني خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو او دوه اړخیزو اندیښنو اړوندو مسئلو په اړه یې د نظريو ژورې او پراخې تبادلې وکړې. دا د روان کال د چين د کرهنيزې جنترۍ د نوي کال تر ۷ میاشتو وروسته د چین او امريکا مشرانو ترمنځ لومړی تلیفون دی. اوس مهال ، د دې لامل چې ولې د چین او امریکا اړیکې په بې ساري خنډ کې دي دا دی چې امريکا د چین په وړاندې لوی ستراتیژیک غلط فهم کړی او چین یې "خیالي دښمن" ګڼلی، د چین لاندې لیکې ننګولو ته يې دوام ورکړی او پر چین يې فشار راوړي. که غواړي د چین او امريکا اړیکې ښه شي، امریکا باید د چین په اړه خپله غلطه پالیسي بدله کړي، چین ته د ګواښ او مخالف په سترګه کتل بند کړي، او د چین حاکمیت ، امنیت او پراختیايې ګټو ته زیان رسول ودروي. بهرنۍ نړۍ ولیدل چې په دې تليفوني خبرو کې، د امريکا ولسمشر جو بایډن د خبرو اترو او همکارۍ سیګنالونه خپاره کړل، لکه: د امريکا او چین اړیکې په نړۍ کې ترټولو مهم دوه اړخیزې اړیکې دي او د سیالۍ له امله د دواړو هیوادونو شخړې ته هېڅ دلیل شتون نه لري.