د بريکس هېوادونو د عملي همکارۍ لپاره د رئيس شي جين پينګ ۵ وړانيزونه
cri2021-09-11 14:26:28
شريکول:

د چین دولت رئيس شي جین پینګ د سپتمبر د نهمې نېټې په شپه د ويډيو له لارې د بريکس هېوادونو د مشرانو په ۱۳مه غونډه کې ګډون وکړ او یوه مهمه وینا یې وکړه. رئيس شي په خپلو خبرو کې وويل چې د بریکس هیوادونو ترمنځ د عملي همکارۍ د هڅولو لپاره بايد په دې ۵ برخو ټينګار وشي، يعنې په ورته کښتۍ کې یوځای کار وکړو او د عامې روغتیا همکارۍ پیاوړې کړو، په عادلانه لاسرسي کې کار وکړو او د واکسین په برخه کې نړیواله همکاري پیاوړې کړو، د متقابلو ګټو پر بنسټ اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړو، پر مساواتو او عدالت ټينګار وکړو او د سیاسي امنیت همکارۍ پیاوړې کړو، متقابل زده کړې ته دوام ورکړو او کلتوري تبادلې او همکارۍ پیاوړې کړو. له دې څخه د یو مسؤلانه لوی هېواد په توګه د چین مسؤلیت منعکس کېږي.

د رئيس شي وړانديزونو د نړیوالې ټولنې ډیره پاملرنه راجلب کړې. د برازیل د چيني مسئلې د څېړنيز مرکز مدير روني لینز وويل چې د رئيس شي جین پینګ وړانديزونه به په راتلونکې مرحله کې د بریکس هېوادونو لا پرمختګ ته وهڅوي.