امريکا کې د اقليتونو له سوداګرو سره غیر مساوي چلند شوی
cri2021-09-12 12:21:46
شريکول:

د امريکا د هيل (The Hill) ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د کرونا وبا په موده کې په دغه هېواد کې د اقليتونو د ډېرو کوچنيو تصديو له خاوندانو سره غیر مساوي چلند شوی او د اقليتونو ٪۲۷ کوچنيو تصديو خپلې سوداګرۍ تړلې او خپل کاروبار يې تراوسه نه دی شروع  کړی. 

د امريکا د رسمي سروې له مخې، د تېر اګست په مياشت کې د افريقايي الاصله امريکايانو وزګاري ٪۸.۸ ته لوړه شوې، چې دغه شمېر د سپين پوستو د وزګارو (٪۴.۵) په پرتله نږدې دوه چنده زيات دی.

سروې دا هم ښيي چې له بانکونو څخه د سپين پوستو سوداګرو لخوا ترلاسه شوي پورونه د افريقايي الاصله امريکايانو په پرتله ۷ چنده زيات دي. دتېراګست په مياشت کې د دغه هېواد پر ملي اقتصاد د اقليتونو سوداګرو باور بې ساری ټيټ شوی دی. دغه راز د فيدرالي حکومت له مالي مرستې پرته به ډېرې تصدۍ وتړل شي.