د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د سپټمبر پر ۱۱ مه نېټه وويل، چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ايجنسۍ عمومي مدير رافېل ماريانو ګروسي(Rafael Mariano Grossi) به د روانې مياشتې پر ۱۲ مه په تهران کې د ايران د اټومي انرژۍ سازمان له نوي رئيس محمد اسلامي سره خبرې وکړي.
خطيب زاده ويلي، چې ايران ته د ګروسي د سفر هدف له ايران سره د دغې ايجنسۍ ترمنځ د تخنيکي ستونزو هوارول دي. هغه هيله ښودلې، چې د ګروسي سفر به مثبته پايله ولري.
دغه راز د اټومي انرژۍ نړیوالې ايجنسۍ د سپټمبر پر ۷ مه نېټه په دوو راپورونو کې د ايران د يورانيومو د ذخيرې په اړه اندېښنې څرګندې کړې او ويلې يې دي، چې په ايران کې يې د څارلو فعاليتونه له خنډونو سره مخ دي.