په مکاو کې د ۷مې مقننه شورا انتخابات په برياليتوب تر سره شول
cri2021-09-13 11:12:10
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو د ځانګړو اداري سيمو د چارو دفتر وياند د سپتمبر په ۱۳مه نېټه وويل، چې مکاو ځانګړې اداري سيمې د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د ۷مې مقننه شورا انتخابات په بریاليتوب تر سره کړي او په دې مناسبت مکاو ته مبارکي ويلې ده. 

نوموړي وويل، د مکاو دغه انتخابات د دې سيمې د بنسټيز قانون او د مقننه شورا د انتخباتي قانون له مخې تر سره شول او نتيجه يې له هېواد سره د مينوالو لخوا د مکاو د ادارې اصول ښکاري او د بېلا بېلو ټولنو خلکو پکې ګډون کړی و. د انتخباتو پروسه عادلانه، شفافه او پاکه وه. د دغو انتخاباتو له برياليتوب څخه د بېلا بېلو قومونو او ډلو ترمنځ یووالی، اتحاد او همغږۍ څرګندېږي. (هيله)