د طالبانو د لنډمهالي حکومت سرپرست لومړي وزير د قطر له خارجه وزير سره وکتل
cri2021-09-13 10:45:34
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د طالبانو د لنډمهالي حکومت سرپرست لومړي وزير محمد حسن اخوند د سپتمبر په ۱۲مه نېټه په کابل کې د قطر له مرستيال لومړي وزير او خارجه وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره کتلي او د دوه اړخيزو اړيکو، بشردوستۍ مرستو او د افغانستان د راتلونکي پرمختګ په اړه يې بحثونه کړي دي. 

د افغانستان د باختر اژانس ويلي، چې مولوي محمد حسن اخوند له قطر څخه مننه کړې چې له افغانستان سره يې مرستې کړې او پر سولې او ثبات پسې د ګرځېدو په بهير کې يې له افغانانو څخه ملاتړ کړی دی. ال ثاني هيله ښودلې چې د افغانستان او قطر ترمنځ دوستانه اړيکې به وساتل شي.

خبر وايي چې ال ثاني په دغه سفر کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئيس عبدالله عبدالله او د دغه هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم کتلي او د افغانستان د تازه وضعيت او د ټولشمول حکومت د جوړېدو په هکله يې بحثونه کړي دي. (هيله)