د کوريا ډموکراتيک ولسي جمهوريت نوی کروز توغندی توغولی
cri2021-09-13 11:16:28
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا دموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي خبري اژانس د سپتمبر په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د دفاعي ساينس اکاډمۍ د روانې مياشتې په ۱۱مه او ۱۲مه نېټه د لېرې واټن ويشتونکی کروز توغندي توغولي دي.

د دغه خبر له مخې، دغه نوي ډول لېرې واټن ويشتونکي کروز توغندي له توغولو څخه ۷۵۸۰ ثانيې وروسته د توغندي توغولو له مرکز څخه په ۱۵۰۰ کيلومترۍ کې ټاکلی هدف په نښه کړی دی.

ياد اژانس ويلي، چې دغه ډول توغندی ستر ستراتيژيک اهميت لري او په دې سره يې د دولتي امنيت د ساتنې او پر دښمن د حملې په برخه کې يوه بله اغېرمنه لاره جوړه کړې ده. (شکريه)