ايران: د اټومي انرژۍ له نړيوالې ايجنسي سره خبرې اترې رغنده وې
CRI2021-09-13 10:48:55
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اټومي انرژۍ سازمان مشر محمد اسلامي د سپتمبر په ۱۲مه نېټه په پلازمېنه تهران کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ايجنسي له مشر رفايل ماريانو ګروسي سره له خبرو اترو وروسته وويل، چې خپلمنځي خبرې اترې يې رغنده وې.

اسلامي له خبرو اترو وروسته په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې ګروسي د ايران د اټومي انرژۍ سازمان په بلنه تهران ته سفر کړی او دواړو خواوو رغنده خبرې اترې تر سره کړې دي. نوموړي وويل، چې د دې خبرو اترو موخه دا ده، چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسي تر چوکاټ لاندې د همکاريو فرصتونه رامنځته کړي شي او اوس د ايران او د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسي ترمنځ يوازې تخنيکي مسئله شتون لري او کومه سياسي مسئله پکې ځای نه لري.

دواړو خواوو له يادو خبرو اترو وروسته په يوه ګډه اعلاميه کې د همکاريو، متقابل اعتماد، تر رغنده او تخنيکي چوکاټ لاندې د مسئلې د حل پر اهميت ټينګار کړی دی.