ګوټريس: نړيوال دې همکارۍ وکړي او نړيوالې روغتيايي ستونزې او بېوزلي دې له منځه يوسي
CRI2021-09-13 11:20:10
شريکول:

د سپتمبر ۱۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د پرمختيايي هېوادونو د همکارۍ ورځ ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټريس په ويډيويي وينا کې د نړيوالو همکاريو د ډېرېدو غوښتنه وکړه او له نړيوالو يې وغوښتل، چې د روغتيا نړيوالې ستونزې حل کړي، بېوزلي او نابرابري کمه او د دوامدار پرمختګ موخه پوره کړي او د اقليمي ناورين مخه دې ونيسي.

نوموړي وويل، چې اوس د نړۍ پر وړاندې کرونا وبا تر ټولو لويه او سخته ستونزه ده. دغه وبا د ټولنې، اقتصاد او چاپيريال په برخه کې زموږ برياليتوبونو ته زيان رسوي. په دې سخت مهال کې د پرمختيايي هېوادونو لپاره د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو د يو موټي کېدو روحيه ډېر مهمه ده.

ګوټريس وويل، بېلابېل هېوادونه بايد هڅه وکړي، چې يوه ټولشموله ټولنه جوړه کړي، ښځو او ځوانانو ته انرژي ورکړي او د ډيجټل او زرغون پرمختګ په وسيله خپل اقتصاد پرمخ بوځي.