په خيبر پښتونخوا کې د سختو بارانونو له امله ۱۲ تنه مړ شوي
CRI2021-09-13 10:53:24
شريکول:

د پاکستان رسنيو د سپتمبر په ۱۲مه نېټه خبر ورکړی، چې په همدې ورځ د دې هېواد په خيبر پښتونخوا کې د سختو بارانونو او د غره ښويېدنې له امله ۱۲ تنه مړه شوي او ۲ تنه ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې، د خيبر پښتونخوا په مانسهرا کې سخت باران شوی، چې له امله يې غر ښويېدنه رامنځته شوې ده. د دغې پېښې له امله څو ودانۍ ويجاړې شوي او هغه مهال په دغو ودانيو کې ۱۶ کسان شتون درلود. خبري رسنۍ وايي چې لا هم دوه تنه ورک دي او د پلټنې کارونه روان دي. ټپيان نژدې روغتون ته لېږل شوي دي.