د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم عمران خان د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په پلازمېنه اسلام اباد کې وويل، چې د صنعت د پرمختګ او د ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړونې په برخو کې د چين بريالۍ تجربې د پاکستان لپاره د زده کړې وړ دي.
عمران خان وويل، چې د پاکستان اړوندې ادارې د چين پانګونې او پروژو ته په درنه سترګه ګوري او ورڅخه فعال ملاتړ کوي. پاکستان به د سوداګرۍ چاپيريال نور هم ښه کړي، د پانګونې په بهير کې به خنډونه لېري کړي او هڅه به وکړي، چې ځانګړې اقتصادي سيمې ته پرمختګ ورکړي، څو د چين پانګونه راجلب کړي او په پاکستان کې به د پانګونې د اسانتياوې نمونه جوړه کړي.