چين: امريکا بايد له افغانستان سره د اقتصادي ستونزو د هواري مرسته وکړي
cri2021-09-14 08:59:48
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر پر ۱۳ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امریکا د افغانستان د ستونزو پاروونکې ده او بايد افغانستان ته خپله وعده عملي کړي، خپل مسئوليت او دنده دې رعايت کړي، خپله هره پرېکړه بايد د افغانستان ملي حاکميت ته د درناوي په صورت کې وکړي او له دغه هېواد سره دې د اقتصادي ستونزو د هواري مرسته وکړي.
 ښاغلي جاو وويل، افغانستان د بشري بحران، بېوزلۍ او کرونا وبا په ګډون له ډېرو ننګونو سره مخ دی او نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره مرستې وکړي، څو افغانان له ستوزمن وخت  تېر شي. هغه پر دې ټينګار وکړ، امريکا د افغانستان د ستونزو د پاروونکې په توګه بايد خپل مسئوليت پر نورو وا نه چوي.
راپورونه خپاره شوي چې وايي طالبانو د حکومت د لوړې مراسم لغوه کړل او روسیې ویلی، چې که مراسم وي، دغه هېواد به ګډون ونه کړي.
ښاغلي جاو د دې خبري په اړه وويل، چې دا د افغانستان کورنۍ چارې دي او نور هېوادونه په خپله خوښه اړوندې پرېکړې کوي، چین د نورو پرېکړو ته درناوی کوي.