سپينه ماڼۍ : امريکا چمتو ده، چې له ډيموکراتيکې کوريا سره ډيپلوماتيک تماس ونيسي
cri2021-09-14 14:55:24
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سپنې ماڼۍ مرستيالې وياندې کارينا جين پيري د سپتمبر په ۱۳مه نېټه وويل، چې د کوريا د ډيموکراتيک ولسي جمهوريت په باب د امريکا دريځ نه دی بدل شوی او چمتو ده چې له دغه هېواد سره ډيپلوماتيک تماس ونيسي، څو د کوريا له ټاپووزمې څخه ذروي وسلې پاکې کړي.

نوموړې د ديموکراتيکې کوريا د نوي ډول لېرې واټن ويشتونکي کروز توغندي له توغولو وروسته يادې خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې امريکا غواړي په هر وخت، هر ځای او بې له شرطه له دغه هېواد سره خبرې اترې وکړي. (شکريه)