د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۳ مه نېټه د دغه هېواد د شان شي ولايت ګاو شي ګو کلي ته ورغی او هلته يې د ځمکو او چاپيريال ساتنې وضعيت له نږدې وليده.
د ګاو شي ګو کلي شاوخوا ځمکه شپېته کاله پخوا شاړه پرته وه او د ډېرو کلنو هڅو په نتيجه کې اوس د دې کلي چاپيريال زرغون شوی او طبيعت يې ډېر ښه شوی دی.
ځايي اوسېدونکو د ډول ډول مېوو ونې کېنولي او سېلانۍ ته يې پرمختګ ورکړی دی.
د مالوماتو له مخې د دې کلي د هر تن په سر کلنی عاید ۱۸۸۵۱ يوانو ته رسيدلی دی.