په چين کې دله ۴۰۰ ميليونو تنو ډېر خلک 5G کاروي
CRI2021-09-14 11:27:28
شريکول:

د چين د صنعتي او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د خبر له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې په چين کې د 5G ټکنالوژۍ ۱۶۸ ميليونه ګرځنده تلېفونونه بازارونو ته وړاندې شوي، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸۰ سلنه زياتوالی ښيي. په تېر اګست کې د دغه هېواد په بازارونو کې د 5G د ګرځنده تلېفونونو ونډه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

د روان کال تر اګست پورې، په چين کې د 5G بېس سټېشنونو شمېر يو ميليون او ۳۷ زرو ته رسيدلی او د 5G يوه داسې شبکه جوړه شوې، چې پيمانه يې په نړۍ کې تر ټولو لويه ده او د چين په ټولو ښارونو، ۹۵ سلنه ولسواليو او ۳۵ سلنه کليو کې کارول کيږي. د چين د 5G کاروونکو شمېر له ۴۰۰ ميليونو تنو څخه پورته شوی، چې دغه شمېر د نورو هېوادونو په پرتله زيات دی.