د چين او آسيان ۱۸م نندارتون او د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزه غونډه پای ته ورسېدل
CRI2021-09-14 14:30:32
شريکول:

د چين او آسيان ۱۸م نندارتون او د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزه غونډه د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې په نان نينګ ښار کې پای ته ورسېدل.

د معلوماتو له مخې، ياد نندارتون په لومړي ځل د RCEP د نندارې سيمه جوړه کړې ده. په دغه نندارتون کې ۱۷۹ نړيوال او کورني همکاريز تړونونه لاسليک شوي، د پانګونې عمومي حجم يې له ۳۰۰ ميليارډو يوانو څخه اوښتی، چې دا د تېرې دورې په پرتله ۱۳.۷ سلنه زياتوالی ښيي او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.

د سوداګرۍ تر څنګ، د دې نندارتون په چوکاټ کې د RCEP، صنعتي ځنځير، تولیدي قدرت، ګمرک او روغتيا په اړه هم ۲۶ عالي فورمونه او ۱۷ غونډې تر سره شوې.