ايران د ذروي مسئلې د مذاکراتو د دوام په اړه کورنۍ سلامشوره کوي
CRI2021-09-14 14:55:23
شريکول:

د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير دومينيک راب سره په تليفوني خبرو کې وويل، چې د ايران حکومت اوس په کور دننه له مطرح کسانو سره سلامشوره کوي چې دغه هېواد به څنګه د ذروي مسئلې په اړه له لوېديځو هېوادونو سره مذاکراتو ته دوام ورکړي.

دواړو خواوو په يادو خبرو کې د افغانستان د اوسنيو حالاتو په اړه هم خبرې کړې دي. امير عبداللهيان پر افغانستان د امريکا په شمول د لوېديځو هېوادونو د غلطو تدبيرونو د منفي اغېزو په اړه خواشيني څرګنده کړې ده. نوموړي ويلي، چې طالبان بايد په افغانستان کې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي، څو په دغه هېواد او سيمه کې امنيت او ثبات ټينګ شي.

راب له يادو خبرو وروسته پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د افغاستان سوله او ثبات د بېلابېلو خواوو له ګډو ګټو سره سمون لري.