د چين سينوفارم شرکت يوه چارواکي ويلي، چې دغه شرکت د کوويډ-۱۹ ضد دوه ډوله درملو د جوړولو په هڅه کې دی او دغه درمل به د سپکو نښو لرونکو ناروغانو د علاج لپاره ښه اغېزه ولري. د هغه په وينا دغه دوه ډوله درمل به ډېر ژر کلينيکي ازموينې ته داخل شي.