شي جين پينګ په لوړه کې پوله ساتي کنډک ته ځوابي پيغام ولېږه
CRI2021-09-14 14:25:33
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې په لوړه کې د پوله ساتي کنډک ټولو عسکرو ته ځوابي پيغام لېږلی او ټولو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، چې سرحدي ځواکونه د هېواد د سرحد ساتنې ګرانه دنده پر غاړه لري. هغه له ځواکونو څخه هيله څرګنده کړې، چې خپلې دندې پوره امانتدارۍ تر سره کړي، ښه دودونه دې پياوړي کړي، زيات تمرينونه دې وکړي او د ګوند او خلکو لپاره دې لا برياليتوبونه تر لاسه کړي.