د بېجينګ د کتابونو ۲۸م نړيوال نندارتون پرانيستل شو
cri2021-09-15 11:24:33
شريکول:

د بېجينګ د کتابونو د ۲۸مې دورې نړيوال نندارتون د سپتمبر په ۱۴مه نېټه پرانيستل شو. د دغه نندارتون په جریان کې به یو شمیر آنلاین ، آفلاین او مسلکي فعالیتونه ترسره شي ترڅو د کتابونو له لارې د چین او بهرنیو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې نورې هم ژورې شي.

پاکستان د سږني نندارتون مېلمه هېواد دی او ځانګړې غرفه يې جوړه کړې، او غوره کتابونه، انځورونه او نقاشۍ يې پکې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د مالوماتو له مخې، په ياد نندارتون کې د ۱۰۵هېوادونو او سیمو شاوخوا ۲۲۰۰ مطبعو او تصديو ګډون لري چې په کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې ۵۷ هېوادونه او سیمې هم شاملې دي.