طالبانو له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې له افغانستان سره دوامدارې مرستې وکړي
cri2021-09-15 13:12:44
شريکول:

طالبانو د سپتمبر په ۱۴مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې افغانستان ته دوامدارې مرستې برابرې کړي او بشري مرستې دې په سياسي مسئلو پورې نه تړي.

د طالبانو د حکومت سرپرست خارجه وزير اميرخان متقي د سپتمبر په ۱۴مه نېټه په کابل کې په يوه خبري ناسته کې د نړيوالې ټولنې له مرستې څخه مننه وکړه او و يې ويل، افغانان لا هم د نړيوالې ټولنې مرستو او همکارۍ ته اړتيا لري او هیله يې ښوده، چې بشري مرستې په سياسي مسئلو پورې و نه تړي. نوموړي له هغو هېوادونو څخه د دوامدارو مرستو غوښتنه وکړه چې پخوا يې هم د تعليم، طبي چارو، کډوالو چارو او له وچکالۍ سره د مقاومت په برخو کې افغانستان سره مرستې کړې دي.

نوموړي وويل، چې بهرنۍ مرستندويه ادارې دې بېرته افغانستان ته راستنې شي او و يې ويل، چې په دغه هېواد کې جګړې او شخړې پای ته رسېدلې دي. هغه ژمنه وکړه چې طالبان به د ټولو بهرنيو مرستندويه ادارو امنيت وساتي. (شکريه)