کابل کې د چین سفیر د ا.ا.ا له سرپرست خارجه وزیر سره وکتل
cri2021-09-15 16:39:39
شريکول:

کابل کې د چین لوی سفیر وانګ يو د سپتمبر په ۱۴ مه نېټه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل. 

سفير وانګ يو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د چيني اتباعو او تصديو، همدارنګه د چين سفارت د امنيت ساتلو په پار له طالبانو مننه وکړه او ويې ويل، چې چين د افغانستان ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او له افغانانو څخه ملاتړ کوي، چې د خپل پرمختګ لار پخپله وټاکي او هيله لري، چې په افغانستان کې  ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ شي. 

سفير وانګ زياته کړه، چې چين به له افغانستان سره د کرونا ضد واکسين او بشري مرستې وکړي او له نړيوالې ټولنې سره به يو ځای د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ وکړي، څو په دغه هېواد کې سوله رامنځته او اقتصاد يې پرمختګ وکړي.

متقي په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د چين ملاتړ او مرستې په پار مننه وکړه او څرګنده يې کړه، چې چين د افغانستان ښه ګاونډی دی او د افغانستان په اړه يې عادلانه او عيني تګلارې غوره کړې دي. نوموړي هيله وښودله، چې افغانستان د چين او نړيوالې ټولنې په مرستې خپل اداري توان لوړ کړي او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې زياتې لاسته راوړنې ولري. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې د ا.ا.ا به چا ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د چين او نورو هېوادونو ګټې زيانمنې کړي.