چين: امريکا بايد په افغانستان کې د قصدي وژنو پړه پرغاړه واخلي
cri2021-09-15 11:21:58
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په ۱۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې نړيوالو خبري رسنيو په دې وروستيو کې د امريکايي ځواکونو لخوا د افغانانو د قصدي وژنو په اړه ډېر خبرونه خپاره کړي، او له امريکا څخه يې غوښتي چې د دغو قصدي وژنو پړه بايد پرغاړه واخلي. 

د تېر اګست په ۲۹مه نېټه د کابل په هوايي ډګر کې پر امريکايي ځواکونو تر ترهګريز بريد وروسته، امريکا په کابل ښار کې د ډرون بريد وکړ او ويلي يې و چې دوه ترهګر يې وژلي دي. خو د امريکا رسنيو د بريد په ځای کې تر ډېرې پلټنې وروسته دا تائيده کړې چې په ياد بريد کې وژل شوي کسان ترهګر نه ، بلکې لس بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي. په دې توګه د امريکا د استخباراتي ادارې جعلي بڼه څرګنده شوې او ځينو نړيوالو رسنيو له امريکا څخه غوښتي چې په افغانستان کې د قصدي وژنو پړه باید پرغاړه واخلي. 

جاو لي جيان وويل، د نړيوالې ټولنې د پراخو شکونو او غندنو پر وړاندې، امريکا نه شي کولای چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو سره ټول کارونه او دندې پرېږدي، بلکې اړوندې پلټنې بايد ترسره شي او امريکا بايد افغانانو او نړيوالې ټولنې ته ځواب ووايي. (هيله)