د م.م ۷۶مه عمومي اسمبلې پرانيستل شوه
cri2021-09-15 13:06:22
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م.م ۷۶مه عمومي اسمبلې د سپتمبر په ۱۴مه نېټه په نيويارک کې د م.م په عمومي مقر کې پرانيستل شوه. د دغې اسمبلې رئيس په خپلې وينا کې له ټولې نړۍ وغوښتل، چې راتلونکې ته هيله من واوسي. نوموړي د خپلو راتلونکيو کارونو په اړه پنځه هيلې څرګندې کړې او و يې ويل، چې د کرونا وبا د خپرېدو مخنيوی، د دوامدارې اقتصادي سمسورتيا بيا هڅونه، له اقليمي بدلون سره ګډ مقاومت، بشري حقوقو ته درناوی او د م.م لا ځواکمن کېدل يې لويې هيلې دي.

د م.م سرمنشي انتونيو ګوټريس په خپلو خبرو کې هيله مندي وښوده او و يې ويل، چې بېلا بېل هېوادونه دې له کرونا وبا سره د مبارزې، له اقليمي بدلون سره د مقابلې او په ګردې نړۍ کې د جګړو پای ته رسولو لپاره ګامونه پورته کړي. (شکريه)