شي جين پينګ شي له سوی ده ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه
cri2021-09-15 11:19:45
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د يو لين ښار له سوی ده ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه. هغه په همدې ورځ په سوی ده ولسوالۍ کې د چین د کمونېست ګوند د ځايي کميټې پخواني ځای، د سوی ده تجربوي منځني ښوونځي، د سوی ده ولسوالۍ د غیر مادي کلتوري میراث د نندارتون تالار، او هاو جیا چياو کلي څخه ليدنه وکړه او حالات يې له نژدې وڅارل. عمومي منشي شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د ګوند د غوره کړنو پرمخ وړلو او د زده کونکو پر هر اړخیزې او سالمې ودې تمرکز وکړ، او ويې ويل چې د دودیز کلتور ساتنې او میراث او په پراخه کچه بايد کلیوالو سيمو سمسورتيا ته وده ورکړل شي.