د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په ۱۴مه نېټه يوه غونډه تر سره کړه او د چين د بشري حقونو د عملي پلان (۲۰۲۵-۲۰۲۱) اصلي محتويات يې پکې وړاندې کړل.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو چارو ځانګړې استازې لي شیاو می وویل چې چین به د بشري حقونو د نړیوالو تبادلو او همکارۍ په برخه کې او په عمده ډول په څلورو برخو کې به د بشري حقونو په ابادۍ کې برخه اخلي. لومړی، چين به په جدي توګه د بشري حقونو نړیوال مسؤلیتونه پر غاړه واخلي. دوهم، چين به د م م د بشري حقونو سازمان په چارو کې هراړخيره برخه واخلي او له ۲۰۲۴ کال څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غړیتوب لپاره به په ټاکنو کې برخه واخلي. درېیم، چين به د بشري حقونو رغنده خبرې اترې او همکارۍ ترسره کړي. څلورم ، چين به د بشري حقونو په نړیواله اداره کې هراړخيزه برخه واخلي.