چين : امريکا په افغانستان کې بشري حقوق تر پښو لاندې کړي
cri2021-09-15 14:49:43
شريکول:

د م.م د بشري حقوقو شورا د ۴۸مې غونډې او د بشري حقوقو چارو د لوړې کميشنرۍ تر منځ ډيالوګ د سپتمبر په ۱۴مه نېټه تر سره شو. په ژنيو کې د م.م په مقر کې د چين دايمي پلاوي وزير مختار جيانګ دوان د څو هېوادونو په استازيتوب په خپله وينا کې په اشارې وويل، چې امريکا او د دغه هېواد ملګرو هېوادونو د افغانستان په جګړه کې د افغانانو پر بشري حقوقو تيری کړی او له امريکا او ملګرو هېوادونو څخه يې وغوښتل، چې بايد د خپلو کړنو پړه پر غاړه واخلي.

نوموړي ويلي، چې امريکا او ملګرو هېوادونو يې په افغانستان کې ۲۰ کاله پوځي عمليات تر سره کړي، د دغه هېواد حاکميت، د خاورو تماميت او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې سخت سبوتاژ کړی او د افغانانو پر بشري حقوقو يې سخت تيری کړی دی. په افغانستان کې د امريکا پوځي لاسوهنې بشري بحران رامنځته کړی دی. د ۲۰۲۰م کال تر اپرېل پورې، څه باندې ۴۷۰ زره افغانان په دغه جګړه کې وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰ ميليونه افغانان بې کوره شوي دي، د دې تر څنګ، دغې جګړې د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو هم ناوړه اغيزه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې د افغانستان په جګړه کې د جنايي کړنو تر سره کوونکي سرتيري بايد تر محاکمې لاندې ونيول شي، ياد هېوادونه بايد د تېرو ۲۰ کلونو د ناوړه کړنو مسئوليت پر غاړه واخلي، د افغانستان د سوله ييزې بيا ابادۍ ژمنې دې پوره کړي او خپلې دندې دې نړیوالې ټولنې ته نه پرېږدي. (شکريه)