د بيل او ميلينډا ګېټس صندوق : د کرونا وبا ضد واکسين ناعادلانه ويش زړه بوږنوونکي ډرامه ده
cri2021-09-16 16:15:34
شريکول:

د بيل او ميلينډا ګېټس صندوق ( the Bill and Melinda Gates foundation ) د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د يو کلني راپور په خپرولو سره ويلي، چې که څه هم په تېر کې د کرونا وبا ضد واکسين د څيړلو او توليدولو سرعت ډېر ګړندی و، خو بېلا بېلو هېوادونو ته د واکسين عادلانه ويش په نظر کې نه و نيول شوی او دا يې د عامو طبي چارو په برخه کې زړه بوږنوونکې ډرامه بللې ده.

بيل ګېټس په دې راپور کې ويلي، چې ښايي شتمن هېوادونه په راتلونکې کې کرونا وبا په بېوزلۍ پورې وتړي او د بېوزلو هېوادونو غوښتنو ته سترګې پټې کړي، چې دا به ډېره خطرناکه کړنه وي. نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې هر چا ته دې واکسين ورکړل شي، که نه، د کورنا وبا مخنيوی به نور هم ستونزمن شي. (شکريه)