د بريتانيا لومړي وزیر خپلې کابینې کې بدلون راوستلی
cri2021-09-16 14:20:05
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړي وزیر بوريس جانسن د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د کابینې د بدلون اعلان وکړ. نوموړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو، عدلیې، تعلیم او هستوګنې وزیران بدل کړي دي.

د بريتانيا د لومړي وزیر دفتر په همدې ورځ خبر ورکړی چې د کابینې د بدلولو هدف دا دی چې د کرونا وبا ضد د اغېزمنې مبارزې لپاره يو قوي او متحد ټیم جوړ شي. د نوې کابینې له لیست سره سم، د بهرنیو چارو پخوانی وزير دومينيک راب به د لومړي وزیر مرستیال او د عدلیې وزیر په حيث دندې تر سره کړي، او د نړیوالې سوداګرۍ پخوانۍ وزيره ايليزابيت تروس به د بهرنیو چارو د وزیرې په حيث دنده پيل کړي. ايليزابيت تروس د بريتانیا په تاریخ کې د بهرنیو چارو دوهمه ښځینه وزيره شوه.