د چين د څوارلسمې دورې ملي لوبې د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د چين په شي ان ښار کې د اولمپيک لوبو په مرکز کې پیل شوې.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د دغو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.